Pashto – ته ښه راغلاستMiR


ته ښه راغلاست MIR

د هغو ماشومانو ، ځوانانو او دهغوی د والدینو او پالونکو څخه جوړه شبکه ده چي بیلابیل قومي او کلتوري شالیدونه لري. زمونږ د کار موخه دا ده تر څو د توکمیزو لږکیو او دهغوی د کورنیو ته لارښونه او مشورې ورکړو چي څرنګه وکولای شي خپل ټولنیز او ښونیز ژوند ته په ناروې کې ادامه ورکړي .

زمونږ موخه داده تر څو د توکمیزو لږکیو او قومي اقلیتونو او ټولنو تر مینځ اړیکه جوړه کړو تر څو په ټولنه کې ددوی ګډون خوندي او زیات شي ، زمونږ اداره له مذهبي پلوه بې پرې او له سیاسي پلوه خپلواکه ده.

زمونږ د ځوانانو شبکه یا MIR-Ungهڅه کوي تر څو هغو ځوانانو ته چي د بیلابیلو ټولنو او اقلیتونو څخه دي او دلته اوسیږي ، داسې غوڼدې او پروګرامونه جوړ کړي تر څو ځوانان د همدې لارې وکولای شي یو بل وپيژني ،خپل نظریات او فکرونه له یو بل سره شریک او ددې توانایي ترلاسه کړي چي څنګه کولای شي چي په یو ازاده ټولنه کې په ګډه کار وکړي .

زمونږ مرکزي دفتر د اوسلو ښار په تورګاتا

Permalenke til denne artikkelen: https://www.mirnett.org/wp/pashto-om-mir/